د شوکت خانم روغتون طبي بورډ عمران خان ته د بشپړ استراحت سپارښتنه کړې

باغی ټی وی رپورټ
لاهور: د شوکت خانم روغتون طبي بورډ عمران خان ته د بشپړ استراحت سپارښتنه کړې.
دسرچينو له مخې ميډيکل بورډ وئيلي دي چې که عمران خان استراحت ونکړي نو په اغيزمنه پښه کې پړسوب زياتيدلى شي او دپړسوب له امله دپيښې خطر موجود دى.
د طبي بورډ سرچینې وايي، که د پړسوب له امله انتان پیدا شي، عملیات به یې بیا ترسره شي.
د طبي بورډ لخوا عمران خان ته مشوره ورکړل شوې چې د غیر معمولي حرکتونو څخه ډډه وکړي.






