سترې محکمې د هزاره ټولنې د پاسپورټونو او شناختي کارډونو د تصدیق شرط ختم کړی دی
باغي ټی وی رپورټ
په سپريم کورټ کې د هزاره ټولنې د هدفي وژنې په ضد د ازخود نوټس اورېدنه وشوه. د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې درې کسيزه بنچ د کېس اورېدنه وکړه.
د عدالت په حکم د هزاره قوم د پاسپورټونو او شناختي کارډونو جوړولو لپاره د ایم این اے، ایم پی اے یا چیئرمېن یونین کونسل لخوا د تصدیق شرط ختم کړی شوی دی. \
محکمې امر کړی چې د کوټې په هوايي ډګر کې دې له اروپا او استرالیا څخه راغلي هزاره ګان نه ځورول کېږي.
جسټس اطهرمن الله د هزاره ټولنې له وکيل پوښتنه وکړه چې د کوم مقصد لپاره چې دغه ازخود نوټس اخېستل شوی هغه پوره شو؟ آیا د هزاره ګانو ستونزې هوارې شوې؟
د هزاره ټولنې وکيل وايي، چې د بانکي اکاونټونو او نادرا په اړه مسايل لا هم نه دي حل شوي.
لویې څارنوالۍ زیاته کړه، چې د هزاره ټولنې د بانکي حسابونو، پاسپورټونو او شناختي کارډونو ټولې ستونزې هوارې شوې، اوس د هزاره ټولنې د پاسپورټونو او شناختي کارډونو د ترلاسه کولو لپاره هیڅ ډول تصدیق ته اړتیا نشته.
دعدالت اطهر من الله وویل چې هیڅ هیوادوال په ځانګړې توګه هزاره ټولنه باید ونه ځورول شي.
چيف جسټس وويل وفاقي حکومت د هزاره ټولنې د ستونزو هوارولو په اړه خط جمع کړی دی، سپريم کورټ نه غواړي چې د وفاقي حکومت د باور نه وروستو دغه مقدمه نوره هم پرمخ لاړه شي.
سپريم کورټ د وفاقي حکومت لخوا د هزاره ګانو د ستونزو هوارولو په يقين د مقدمې فيصله کړې ده۔