تیره ورځ د جوزجان ولایت یو شمېر ورزشکارانو او پهلوانانو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتلي.
تیره ورځ د جوزجان ولایت یو شمېر ورزشکارانو او پهلوانانو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتلي.
17 اپریل دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تیره ورځ د جوزجان ولایت یو شمېر ورزشکارانو او پهلوانانو سره وکتل.
په دې کتنه کې هر یو سلطان حسین بایقراء پهلوان؛ مشهور په قهرمان، بسم الله پهلوان او فرید پهلوان په نوبت خبرې وکړې، د اسلامي امارت په بریا یې خوښي وښوده او د ځوانانو، ورزشکارانو، پهلوانانو او روغتیا په برخو کې یې د کړنو قدرداني وکړه.
هغوی همدارنګه په نږدې راتلونکي کې د بدني روزنې عمومي ریاست له لارې د چین په هانګژوي ښار کې په کورش نړیواله سیالۍ کې د ګډون خبر ورکړ او وې غوښتل چې د اسلامي امارت رهبري پلاوی دې په دې برخه کې زیاته پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت ورزشکارانو او پهلوانانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، اسلامي امارت د شته امکاناتو په چوکاټ کې د دین دوسته ورزشکارانو او ځوانانو ملاتړ او هڅونې ته تیار دی او د روغتیا، ورزش او نورو برخو د پراختیا لپاره به خپل کوښښونه وکړي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د جوزجان ولایت یو شمیر ځوانو پهلوانانو او ورزشکارانو سره کتلي.
همدارنګه د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هغوی لپاره په نړیوالو سیالیو کې د بریالیتوب هیله وکړه.