د تشکیلاتو او معاشاتو کمیسیون غونډه کې د ا،ا د فرامینو د څارنې لوی ریاست پر تشکیل او بودجه بحث ترسره شوی.

0
112

د تشکیلاتو او معاشاتو کمیسیون غونډه کې د ا،ا د فرامینو د څارنې لوی ریاست پر تشکیل او بودجه بحث ترسره شوی.

6 اپریل پنشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له دفتره په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه نن د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ترسره شوه.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د فرامينو او احکامو د څارنې او تعقيب لوی رياست عمومي رئيس مولوي شمس الدين شريعتي او د مسلکي او تخنيکي کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.

اړوند موضوعات

د تشکیلاتو او معاشاتو کمیسیون غونډه کې د دفاع، کور او ښار جوړونې وزارتونو او اتر ادارې پر تشکیل بحث ترسره شوی.

 

یاده غونډه کې د یاد لوی ریاست د تشکيل پر جوړښت، د کارونو څرنګوالي، مالي پلان، د امتيازي معاشونو سهيمې او د يادې ادارې د NTA او بالمقطع په اړه، د تشکيلاتو او مالي تخنيکي کمېټو نظرياتو ته په پام هر اړخيز بحث وکړ او په پای کې لازم تصميمونه ونيول شول.

Leave a reply