د تشکیلاتو او معاشاتو کمیسیون غونډه کې د دفاع، کور او ښار جوړونې وزارتونو او اتر ادارې پر تشکیل بحث ترسره شوی.

د تشکیلاتو او معاشاتو کمیسیون غونډه کې د دفاع، کور او ښار جوړونې وزارتونو او اتر ادارې پر تشکیل بحث ترسره شوی.
4 اپریل سه شنبه 2023
د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه نن د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ترسره شوه.
دغه غونډه د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غړو، د ملي دفاع او کور او ښار جوړولو وزارتونو او د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې (اترا) د باصلاحيته او مسلکي استازو په حضور کې ترسره شوه.
غونډې د مخکیني کال پر تشکيل، مالي پلان، کړنو، لاسته راوړنو، امتيازي معاشونو، NTA او د يادو ادارو پر بالمقطع سهيمې هر اړخيز بحث وکړ. همداراز ملي دفاع وزارت ته وويل شول، چې د بې سرنوشته مجاهدينو د ثبت او ګمارنې په برخه کې اقدام وکړي او مجاهدين پر بستونو وګماري.
اړوند موضوعات
همدا راز د کور او ښار جوړولو وزارت مکلف شو، ترڅو په معياري ډول د ښاري پراختيا په برخه کې هڅې وکړي او پر اترا ادارې ټينګار وشو، چې له مخابراتي خدمتونو څخه محرومو لرې پرتو سيمو ته د مخابراتي خدمتونو برابرولو لپاره اقدام وکړي او همداراز د پيلوټانو، انجينرانو، تخنيکرانو ، روغتیايي کادرونو او نورو مسلکي برخو په اړه هر اړخيز بحث وشو او په پای کې لازم تصميمونه ونيول شول.






