افغاني سرې میاشتې نیږدې ۲۰ د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان کابل کې یو روغتون ته د درملنې په موخه ورپیژندلي.

0
249

افغاني سرې میاشتې نیږدې ۲۰ د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان کابل کې یو روغتون ته د درملنې په موخه ورپیژندلي.

6 اپریل پنشنبه 2023

د افغانی سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ د یادې ټولنې له لورې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۹ تنه نور ماشومان پلازمېنه کابل کې د سوري زړه د درملنې یو روغتون ته د عملیاتو او درملنې په موخه ور وپېژندل.

 

افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۸۶۵ تنه ماشومان له تېرو ۸ میاشتو راهیسې پلاﺯمېنه کابل کې بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي، چې د درملنې لګښت یې د افغاني سرې میاشتې له لوري تادیه کېږي.

اړوند موضوعات

افغاني سرې میاشتې ټولنې بامیان او پنجشیر ولایتونو کې نیږدې ۳۵۰ کورنیو سره مرستې کړي.

 

ویل کیږي چې په د دغه ناروغۍ په درملنه نیږدې درې لکه، په ځینو ۲ نیم او ځینو بیا تر ۲ لکو افغانیو مصارف راځي چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې ورکول کیږي.

Leave a reply