د تشکیلاتو او معاشاتو کمیسیون غونډه کې د کابل د پل خشتي څخه تر پل باغ عمومي د سرک او کابل سیند پر غاړه د دوکانونو جوړولو په اړه بحث ترسره شو.

0
174

د تشکیلاتو او معاشاتو کمیسیون غونډه کې د کابل د پل خشتي څخه تر پل باغ عمومي د سرک او کابل سیند پر غاړه د دوکانونو جوړولو په اړه بحث ترسره شو.

30 مارچ پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د تشکیلاتو او تنخواګانو د تنظیم کمېسیون غونډه نن جوړه شوه.

 

دا غونډه د کمېسیون د غړو په حضور او د ښاروال او د کابل ښاروالۍ د منسوبینو، د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د فرهنګي مرستیال، د کابل ترافیکو رئيس او د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د استازي په ګډون جوړه شوه.

 

یاده غونډه کې د هغې دندې په اړه چې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا له لوري د تشکیلاتو او تنخواګانو د تنظیم کمېسیون ته له پل خشتي څخه تر پل باغ عمومي پورې د سرک د ساختماني تړون د څرنګوالي د ارزونې او د کابل سیند غاړې فلزي دوکانونو د جوړولو په اړه ورسپارل شوې وه، هراړخیز بحث او ارزونه وکړه.

اړوند موضوعات

د تشکیلاتو او معاشاتو کمیسیون غونډه کې د عامې روغتیا وزارت، درملو او زندانونو چارو سمون ادارې پر تشکیل بحث ترسره شوی.

 

د غونډې په پای کې د ښه وضاحت په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال د کمېسیون غړیو او د اړوندو ادارو استازو سره عملا له پل خشتي څخه تر پل باغ عمومي پورې سرک او د کابل سیند غاړې فلزي ذوکانونو څخه لیدنه وکړه او له دوکاندارانو، کسبګرو او د محل خلکو سره یې خبرې وکړې او هغوی ته یې د ستونزو د حل ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ.

Leave a reply