۷ تنه د هیواد په ځینو ولایتونو کې د نشهیيتوکو د خرڅلاو په تړاو نیول شوي او زیاته ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه شوې.

۷ تنه د هیواد په ځینو ولایتونو کې د نشهیيتوکو د خرڅلاو په تړاو نیول شوي او زیاته ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه شوې.
29 مارچ چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو نیولي او همدا نیږدې ۵۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت هم پاکه شوې.
خبرپاڼه زیاتوي چې د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د دایکنډي ولایت په سنګ تخت ولسوالی کې د نشه یي توکو یوه کارخونه کشف او تخریب کړه، ۲ تنه د دوه نیم کیلو چرسو او تریاکو د لیږد په تړاو په کابل، ۵ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په هرات او همدا راز یو تن بل د یې د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په غزني ولایت کې نیولی.
اړوند موضوعات
همدا راز د خبرپاڼه زیاتوي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس د نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو ۱۸ جریبه ځمکه د لغمان ولایت په علیشنګ کې، ۱۲ جریبه د بغلان ولایت په تاله او برفک کې، ۹ جریبه ځمکه در فراه ولایت په خاک سفید او بالا بلوک کې او ۳ جریبه ځمکه د ارزګان ولایت په ترینګوټ ولسوالی کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې.






