د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مسؤل سره کتلي.

0
318

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مسؤل سره کتلي.

29 مارچ چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور نن د چهارشنبې په ورځ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له عمومي رئیس مولوي غلام حیدر شهامت سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

 

په دې کتنه کې دواړو لورو د هېواد په طبيعي زېرمو کې د لوړې پانګونې له لارې د افغانستان د ودې او پرمختګ په اړه خبرې وکړې، او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د معدني سرچینو څخه په سمې استفاده کې د اړتیا وړ برېښنايي ماشینونو جوړول او د هغو د پرمختګ په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.

اړوند موضوعات

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مسک عینک قراردادي MJAM شرکت له مرستیال او مل پلاوي سره لیدلي.

 

 

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دغه ریاست د پروګرامونو د هرکلي تر څنګ د کانونو او پټرولیم وزارت د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Leave a reply