کندهار رسنیو دفتر: د احمدنبي زاده شرکت د تړون مطابق د ښوراندام سمنټو کان رسماً نن پرانیستلو.

0
468

کندهار رسنیو دفتر: د احمدنبي زاده شرکت د تړون مطابق د ښوراندام سمنټو کان رسماً نن پرانیستلو.

29 مارچ چهارشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د کندهار ولایت د رسنیو له دفتره په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن ورځ د کندهار د کانونو ریاست احمدنبي زاده شرکت ته د ښوراندام د سمنټو کان رسما د تړون مطابق وسپارلو.

 

خبرزیاتوي چې د تېر ۱۴۰۱ هـ کال د ۱۲مې میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندهار ولایت د ښوراندام سمنټو پروژې تړون د کانونو او پټرولیم وزارت او د احمدنبي زاده شرکت ترمنځ لاسلیک شوی و، چي په همدې موخه نن د چهارشنبې په ورځ سهار د کندهار د کانونو او پټرولیم ریاست له لوري رسماً د ښوراندام سمنټو کان د یو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کي دې شرکت ته وسپارل شو.

اړوند موضوعات

د کانونو او پټرولیم وزارت د کندهار ولایت د شور اندام سمنټو پروژې تړون د یو خصوصي شرکت سره لاسلیک کړی.

 

خبرزیاتوي چې په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د کندهار مرستیال والي، د کانونو او پټرولیم رئیس، د ترانسپورټ رئیس، د احمدنبي زاده شرکت مسؤل او یوشمېر نورو مسؤلینو برخه اخیستې وه.

Leave a reply