ذبیح الله مجاهد تازه ویلي چې اسلامي امارت تر اوسه ۱۴ هیوادونو ته خپل دیپلوماتان لیږلي.

0
123

ذبیح الله مجاهد تازه ویلي چې اسلامي امارت تر اوسه ۱۴ هیوادونو ته خپل دیپلوماتان لیږلي.

26 مارچ یکشنبه 2023

شفقنا افغانستان ویبپاڼې په یو تازه مطلب کې د اسلامي امارت د ویاند له قوله ویلي، چې ګڼو بهرنیو هېوادونو ته یې خپل دیپلوماتان لیږلي.

 

مطلب زیاته کړې، چې: اوسمهال په ۱۴ هېوادونو کې د نوي حکومت (اسلامي امارت) دیپلوماتان سفارتونه او کونسلګرۍ په لاس کې لري.

 

ویبپاڼې د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې ویلي، چې: «تر اوسه یې ۱۴ هېوادونو ته خپل دیپلوماتان لیږلي او هلې ځلې کیږي چې نور سفارتونه هم موږ ته وسپارل شي.»

 

ښاغلي مجاهد زیاته کړې: که له یوې خوا بهرنیو هېوادونو ته نوي دیپلوماتان لېږل کیږي؛ نو بل لور ته په ځينو سیاسي نمایندګیو کې پخواني کارمندان هم د اسلامي امارت له قوانینو او د بهرنیو چارو وزارت له همغږۍ سره خپلې چارې پر مخ وړي.

 

شفقنا ویبپاڼه همداراز لیکي: اوسمهال په ایران، ترکیې، پاکستان، متحده عربی اماراتو، روسیې، چین، قزاقستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې افغان دیپلوماتان ځای پر ځای شوي.

اړوند موضوعات

د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوي د تاجکستان په خاروخ کې د افغانستان له قونسلګرۍ لیدنه ترسره کړی.

 

 

ویبپاڼه زیاتوي: داسې ښکاري چې د بهرنیو چارو وزیر (امیر خان متقي) له نړۍ سره د یو نوی تعامل په لټه کې دی؛ ځکه خو یې په دې وروستیو کې د بهرنیو هېوادونو له ګڼو استازو سره لیدلي دي.

Leave a reply