د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوي د تاجکستان په خاروخ کې د افغانستان له قونسلګرۍ لیدنه ترسره کړی.
د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوي د تاجکستان په خاروخ کې د افغانستان له قونسلګرۍ لیدنه ترسره کړی.
25 مارچ شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د مالي او اداري رئيس حاجي محمد موسی اميري په مشرۍ پلاوي د تاجکستان اړوند بدخشان مرکز خاروخ کې د افغانستان له قونسلګرۍ څخه لیدنه کړې ده.
د یاد وزارت خبرپاڼه زیاتوي چې دې پلاوي د قونسلګرۍ د چارو د ارزونې ترڅنګ، د افغانستان د قونسلګرۍ ودانۍ چې د وروستۍ واورې ښوییدنې له امله زيانمنه شوې وه؛ له نږدې وليدله او د بيارغونې په اړه يې خپله ارزونه د وزارت مقام سره شريکه کړه.
اړوند موضوعات
د ترکیې استنبول ښار کې د افغانستان قونسلګري اسلامي امارت ته سپارل شوی او هغوی نوي دیپلوماتان لیږلي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د بهرنیو چارو وزارت له لورې په بیلابیلو هیوادونو کې له خپلو قونسلګریو لیدنې ترسره کړي.