د اسلامي امارت اداري کمیسیون غونډه کې بیلابیلو موضوعاتو سربیره د ۱۴۰۲ کال پر بودجه هم اړخیز بحث ترسره شوی.

د اسلامي امارت اداري کمیسیون غونډه کې بیلابیلو موضوعاتو سربیره د ۱۴۰۲ کال پر بودجه هم اړخیز بحث ترسره شوی.

17 مارچ جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا د دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه تیره ورځ ترسره شوه.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې غونډه کې چې د کمېسيون د اجنډا پر موضوعاتو او همداراز؛ د عامې روغتيا او لوړو زده کړو وزارتونو او د افغانستان طبي شورا ترمنځ د همغږۍ کمېټې پر جوړولو هر اړخیز بحثونه ترسره شول.

همدا راز د ترانسپورټ او هوايي چلند محترم وزارت د هوايي ډګرونو اړتيا وړ تشکيلاتو، د کابل ښاروالۍ د خريدارۍ لپاره د پولي صلاحيت پر موضوعاتو هم بحث ترسره او لازم تصامیم ونیول شول.

اړوند موضوعات

د اسلامي امارت اداري کمیسیون غونډه کې د جمهوریت روغتون پر فعالولو او نورو مهمو مسایلو بحث ترسره شوی.

 

همداراز د پخوانيو بحثونو او موضوعاتو په دوام د ۱۴۰۲ مالي کال په انکشافي بودجه کې د ترميماتو او څارنې او ساتنې لګښتونو شاملولو، د تدارکاتي، ګمارنو او عوايدو ټولولو چارو او خدمتونو وړاندې کولو لپاره د تدارکاتي کمېټو جوړولو او د جمهوريت روغتون پر اصلاحاتو هر اړخيز بحثونه وشول او په پای کې لازم تصميمونه ونيول شول.