د اسلامي امارت اداري کمیسیون غونډه کې د جمهوریت روغتون پر فعالولو او نورو مهمو مسایلو بحث ترسره شوی.
د اسلامي امارت اداري کمیسیون غونډه کې د جمهوریت روغتون پر فعالولو او نورو مهمو مسایلو بحث ترسره شوی.
10 مارچ جمعه 2023
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه کې، د کمېسيون د اجنډا پر موضوعاتو او د جمهوريت روغتون د فعالولو، اصلاحاتو او ريفورم پر تطبيقي پلان؛ د طبي او اضافي غير طبي تجهيزاتو لېست پر برابرولو هر اړخیز بحثونه ترسره شو.
همدا راز د روغتونونو فعالولو او پرمختګ څرنګوالي په موخه د څار ټيم پر جوړولو، د ډاکترانو او کارکوونکو د ګمارنې، تشکيل او امتيازاتو پروسې او کار پيلولو لپاره د مشورتي او تخنيکي بورډ پر جوړولو، د اجرائیوي، مسلکي، تخصصي، تخنيکي او حمایوي پوزېشنونو پر ګمارلو، د نمونوي روغتونونو د چارو د انسجام، ترميم او تيارولو په اړه د دايمي او تخنيکي اجرائیوي بورډ پر انتخابولو او همداراز د اړتيا پر مهال په (Hospital Management) موضوعاتو هر اړخيز بحث وشو.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د اداري کمیسیون غونډه کې پر ځینو مهمو مسایلو بحث ترسره شوی.
غونډې د يادو روغتونونو د چارو لا ښه پرمختګ په موخه د عامې روغتيا وزارت تخنيکي ټيم ته لازمې لارښوونې وکړې او په پای کې لازم تصميمونه ونيول شول.