د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د اداري کمیسیون غونډه کې پر ځینو مهمو مسایلو بحث ترسره شوی.

0
219

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د اداري کمیسیون غونډه کې پر ځینو مهمو مسایلو بحث ترسره شوی.

2 مارچ پنشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن د اداري کمېسیون غونډه جوړه شوه.

 

په دې غونډه کې د افغانستان برېښنا شرکت یو شمېر کارمندانو او کارکوونکو د معاشاتو د اجرا طرحه، ملي پراختیا شرکت سره د مدغم شویو شرکتونو او تصدیو د بېلانس طی مراحل باندې هر اړخیز بحث ترسره شو.

اړوند موضوعات

د اسلامي امارت اداري کمیسیون کې د امنیتي ارګانونو د وظیفوي تداخل په اړه هر اړخیز بحث ترسره شوی.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې همدا راز د جمهوریت روغتون د ډیپارټمنټونو او اداري برخو تشکیلات، بشري سرچیني، مصارف، عواید او د ریفورم طرحې فواید او همداراز د موډل روغتون په توګه د جمهوریت روغتون پر تشکیلاتي طرحې، د هغې پر مفصل عملیاتي پلان او د عامې روغتیا وزارت د ۱۴۰۲ مالي کال انکشافي بودجه کې د هغې پر شاملولو هر اړخیز بحث وشو او په اړه یې لازم تصمیمیونه ونیول شول.

Leave a reply