شیخ خالد حنفي معتادینو ته: ستاسې جوړښت او په سالمه توګه خپلو کورنیو ته سپارل د نظام له مهمو اهدافو څخه دي.
شیخ خالد حنفي معتادینو ته: ستاسې جوړښت او په سالمه توګه خپلو کورنیو ته سپارل د نظام له مهمو اهدافو څخه دي.
2 مارچ پنشنبه 2023
د امربالمعروف وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي د اغوش پنځه زره بستریز روغتون کې په نشه یي موادو روږدو ۳۵۰۰ معتادینو ته د درې ورځني روزنیز سمینار د پیل په خبرو کې وویل: د اسلامي امارت مسؤلینو ته تاسې ټول د خپلو اولادونو په څېر یاست او لومړنۍ هڅه یې ستاسې په پښو درول او په سالمه توګه خپلو کورنیو ته سپارل دي.
یاد سیمینار چې د نوموړي روغتون ډېری مسؤلینو پکې ګډون درلود شیخ محمد خالد الحنفي معتادینو ته په خبرو کې وویل، تاسې ته د ښه ژوند برابرول زموږ مسؤلیت دی چې باید تر سره یې کړو او ستاسې د ژوند ټول لومړني ضرورتونه در پوره کړو.
شیخ محمد خالد الحنفي وړاندې و ویل، د نشه یي موادو کارول مو په ټولنه کې حیثیت له منځه وړي، شخصیت مو داغ داره کوي اوس په تاسې د الله جل جلاله لوی کرم دی چې له دې ځمکني دوزخ نه راوویستل شوئ او د ښه ژوند کولو فرصت یې در کړ.
اړوند موضوعات
د امربالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر نن ورځ د بامیانو ولایت له علماؤ او متنفذینو سره ولیدل.
موږ په همدې اساس ستاسې د معنوي جوړښت په پار روزنیز سمینار پیلوو چې په دې کې به د امربالمعروف وزارت دیني عالمان تاسې ته د اسلام لومړني احکام در ښیي څو تاسې په جسمي او معنوي توګه خپلو کورنیو ته روغ ستانه شئ.