د زون په کچه د یونسیار موسسې مسئول د کندهار مرستیال والي سره د روان کال پلانونه شریک کړي.

د زون په کچه د یونسیار موسسې مسئول د کندهار مرستیال والي سره د روان کال پلانونه شریک کړي.
1 مارچ چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کندهار ولایت مقام د رسنیو له دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت مرستیال والي مولوي حیات الله د زون په کچه د یونسیار مسؤل مامون ابوعرتوب سره لیدلي.
په یاده لیدنه کې د یونسیار موسسې مسئول مامون ابوعرتوب وویل؛ اداره یې په کندهار کښي روان ۲۰۲۳م کال کي پلان لري، ترڅو اته ښوونځي، درې کلینیکونه او درې سوو کورنیو ته سرپناوې جوړې کړي.
همدا راز نوموړي وویل دوی به د روان کال په جریان کې له پنځه سوه بېسرپرسته کورنیو سره د نغدي پيسو مرسته وکړي، له شپږ سوه کورنیو سره د سولري برېښنا د ټول سیسټم مرسته وکړي، پنځه سوه کورنیو ته حرفوي زدهکړي ورکړي او له بهر څخه د راغلیو ټولو مهاجرینو سره همکاري وکړي.
اړوند موضوعات
کندهار کې د ترکیې IHH مؤسسې په مالي مرسته د ۵۰۰ معلولینو سره د ویلچرونو مرسته وشوه.
د کندهار مرستیال د نوموړې مؤسسې له مرستو مننه وکړه او په دغه بهیر کې یې د هر رنګه همکارۍ ډاډ ورکړ.
حماد






