کندهار کې د ترکیې IHH مؤسسې په مالي مرسته د ۵۰۰ معلولینو سره د ویلچرونو مرسته وشوه.

کندهار کې د ترکیې IHH مؤسسې په مالي مرسته د ۵۰۰ معلولینو سره د ویلچرونو مرسته وشوه.
28 اکتوبر 2022
د کندهار د شهدا او معلولینو چارو ریاست په خپله یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ریاست په همغږۍ کندهار ولایت کې د ۵۰۰ معلولینو سره د ویلچرونو مرسته وشوه.
خبرپاڼه زیاتوي د ترکيې د بشر دوستانه مرستو سازمان نن په کندهار ولایت کې له هغو معلولینو سره د ۵۰۰ وېلچرونه مرسته وکړه چې د جګړو او چاودنو له امله يې د خپل بدن غړي له لاسه ورکړي دي.
خبرپاڼه زیانوي چې یاد ویلچرونه د IHH مؤسسې په مالي مرسته اخیستل شوي او دغه معلولینو ته نن ورځ توزیع شول.
اړوند موضوعات
د افغاني سرې میاشتې ټولنې کابل کې د ترکیې سرې میاشتې ټولنې په مرسته ۷۵ ویلچرونه وویشل.
یاده دې وي چې څو اونۍ وړاندې کابل کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همغږۍ د ترکیې سرې میاشتې په مالي مرسته کابل کې د ۷۵ معلولینو سره د ویلچرونو مرسته وشوه.






