د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کابل کې میشت د جاپان له سفیر سره کتلي او په تحصیلي سیستم یې خبرې کړي.

0
97

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کابل کې میشت د جاپان له سفیر سره کتلي او په تحصیلي سیستم یې خبرې کړي.

14 فبروري 2023

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ نداء محمد ندیم د جاپان هېواد له سفیر تاکاشي اوکادا سره کتلي او نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، چې په تاریخ کې د جاپان او افغانستان اړیکې اوږده مخینه لري او د جاپان خلکو هر وخت د افغانانو لاسنیوی کړی دی.

 

همداراز يې زیاته کړه، چې جاپان تل په افغانستان کې د سولې غوښتونکی پاتې شوی دی. نوموړي د دواړو هېوادونو تر منځ پر ښو تحصیلي اړیکو او له یو بل سره د علمي او څېړنیزو تجربو پر شریکولو ټینګار وکړ.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د جاپان سفیر ته ډاډ ورکړ چې ا.ا.ا له نړۍوالې ټولنې سره نیک چلند ته ژمن دی او له ټولو دولتونو سره د جاپان په ګډون د نیکو اړیکو دوام غواړي.

 

همدارنګه د جاپان هېواد سفیر تاکاشي اوکادا په خپلو خبرو کې وویل چې موږ د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یو او له افغانستان سره به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړو.

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د جاپان له سفیر څخه وغوښتل چې د افغانستان په تحصیلي بنسټونو او روغتونونو کې د ودانیزو چارو ترڅنګ موږ ته مسلکي استادان هم وروزي او افغان ځوانانو ته د بورسونو د ورکړې په برخه کې خپلې همکاري لا پسې زیاتې کړي.

اړوند موضوعات

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې (MSF) له رئیس سره کتلي.

د یادولو وړ ده چې په دغه لیدنه کې دواړو اړخونو پر غوره تحصیلي اړیکو، د ځوانانو لپاره د بورسونو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د علمي تجربو پر شریکولو خبرې وکړې.

Leave a reply