د روغتیا نړیوال سازمان ویلي د سړې هوا له کبله سږ کال افغانستان زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

0
195

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي د سړې هوا له کبله سږ کال افغانستان زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

13 فبروري 2023

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې روان میلادي کال له بحرانونو ډک کال دی. یاد سازمان ویلي، د تېرو کلونو په پرتله د روان کال هوا ډېره سړه ده چې یو شمیر هېوادوالو روغتیایي حالت ته یې زیان رسولی.

 

یادې ادارې تازه په خپلو رپوټونو کې ویلي چې نږدې ۲۸،۵ میلیونه افغانان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

یاد سازمان د روغتیا په برخه کې ویلي چې ۱۷ میلیونه افغانانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی چې زیات شمیر یې ماشومان دي.

اړوند موضوعات

نړیوال سور صلیب تازه ویلي چې په افغانستان کې خپلو مرستو ته دوام ورکوو.

 

رپوټونه زیاتوي چې په یاد ۱۷ میلیونه افغانانو کې پېنځه میلیونه په ښار او نور یې په کلیو او بانډیو کې شپې ورځې سبا کوي.

Leave a reply