ضمیر کابلوف: موږ د چا کورنیو چارو کې مداخله نه کوو، خو د طالبانو له لورې د انجونو پر مخ د ښوونځیو تړل بې منطقه دي.

0
124

ضمیر کابلوف: موږ د چا کورنیو چارو کې مداخله نه کوو، خو د طالبانو له لورې د انجونو پر مخ د ښوونځیو تړل بې منطقه دي.

12 فبروري 2023

د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي ضمیر کابلوف د “ده یک” هندي مجلې سره په تازه مرکه کې ویلي: موږ د چا کورنیو چارو کې مداخله نه کوو، خو له وضعیت سره د طالبانو چلند ښکاره کوي چې دوی دا ندي زده کړي چې یو حکومت څه ډول اداره کړي، دوي خپلې پخوانۍ تیروتنې تکراروي.

 

کابلوف «ده ویک» هندي مجلې سره په تازه مرکه کې زیاته کړی چې د امریکا او د هغو له «گوډاگیانو» سره د طالبانو مبارزه ستایي خو د دوی لخوا د نجونو د تعلیم مخه نیول داسې تصمیم بولي چې د فهم وړ ندی او منطق نلري.

 

نوموړي همدا راز په کابل کې پر چینایي هوټل د برید په اړه ویلي چې انگلوساکسونان (امریکا او برتانیه) افغانستان کې پر چینایانو د تروریستي بریدونو ترشا دي.

اړوند موضوعات

ضمیر کابلوف: مسکو او نوی ډیلي په ګډه چمتو دي، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو په پیل کې مرسته وکړي.

نوموړی زیاتوي چې یاد هیوادونه د چین د «یوکمربند-یوې لارې» پروژې مخالف دي او د تخریب لپاره یې فعالیت کوي. کابلوف دا هم ویلي چې هند او پاکستان دې افغانستان کې سره په یو نظر شي.

حماد

Leave a reply