ضمیر کابلوف: مسکو او نوی ډیلي په ګډه چمتو دي، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو په پیل کې مرسته وکړي.

0
125

ضمیر کابلوف: مسکو او نوی ډیلي په ګډه چمتو دي، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو په پیل کې مرسته وکړي.

24 دسمبر 2022

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازي ضمیر کابلوف پخپله یوه تازه مرکه کې ویلي که اسلامي امارت وغواړي نو روسیه او هند دواړه چمتو دي، تر څو د افغانانو د خپلمنځي خبرو د بیا بیل لپاره مرسته وکړي.

 

خبر زیاتوي: د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، که اسلامي امارت وغواړي؛ مسکو او نوی ډیلی په ګډه چمتو دي چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د بیا پیل په برخه کې مرسته وکړي.

 

کابلوف له «هندو ورځپاڼې» سره په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د تروریزم پر ضد د طالبانو اقدامات کافي نه دي، خو هغه په عین حال کې ټینګار کړی چې د سیمې هېوادونه د طالبانو د موافقې په صورت کې چمتو دي چې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې مبارزه کې همکاري ورسره وکړي.

 

کابلوف زیاته کړې، د کابل د موافقې په صورت کې مسکو په دې برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.

اړوند موضوعات

د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا ویلي: اسلامي امارت د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره بین الافغاني خبرې نه مني.

 

په ورته مهال د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما مشرې پخپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې طالبان د ټولشموله حکومت د جوړیدو لپاره بین الافغاني خبرې نه مني.
حماد

Leave a reply