د مالیې وزارت سرپرست تیره ورځ په افغانستان کې د یوناما مرستیال او مل پلاوي سره لیدلي.

0
176

د مالیې وزارت سرپرست تیره ورځ په افغانستان کې د یوناما مرستیال او مل پلاوي سره لیدلي.

 

10 فبروري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري په افغانستان کي د يوناما مرستیال ښاغلی رامزالاکبروف سره وکتل.

 

د مالیې وزیر تر ښه راغلاست وروسته دښاغلي اکبروف څخه مننه وکړه چي د افغانستان لپاره بشري مرستي ښه مدیريت کړي دي، د ماليې وزارت تل هڅه کوي چي په دې برخه کي نور سهولتونه ايجاد کړي.

 

بدري یادونه وکړه چي په شمال کي د امو سيند تخريباتو يو لوی بشري ناورين رامنځته کړی دئ او که مخه یې ونه نیول شي نو د تخریب ساحه به یې لا پراخه شي.

نوموړي زیاته کړه چې دې ناورين په پنځو ولایتونو کي په سلهاوو کلي او په زرهاوو انسانان او زراعتي مځکي متأثره کړي دي، همدارنګه یو لوی معدن، آی خانم او په شمال کي ترازیتی لاره ددی سیند د تخريب دګواښ سره مخ دي.

 

ددې ستر ناورين دمخنيوي لپاره چي څومره مصارفو ته ضرورت دئ، اوس يې دولت توان نه لري، خو داچي يوناما په دې برخه کي فعالیت کوي، نو بلنه درکوو چي د دې لوی بشري ناورين په مخنيوي کي مرسته وکړئ.

ښاغلی اکبروف د سيند د تخريب او زيانونو په هکله خپله ډاډ ګيرنه وړاندي کړه او یادونه يې وکړه چي يوناما تل هڅه کوي په هغه ساحو کي خپلي مرستي وکړي چي عام او بی وزله خلګ ور څخه متضرره کيږي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال سره کتلي.

نوموړي وویل د دې موضوع په هکله به هم موږ کوښښ وکړو چي ددې تخريب په مخنيوي کي خپله همکاري وکړو.

Leave a reply