د ملي دفاع سرپرست وزير د ترکیې هیواد له سفیر جهاد ارګینایی سره کتلي.
د ملي دفاع سرپرست وزير د ترکیې هیواد له سفیر جهاد ارګینایی سره کتلي.
6 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب “مجاهد” نن په کابل کې د ترکیې هېواد له سفیر جهاد ارګینای سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.
خبر زیاتوي په دې کتنه کې دواړو لورو د هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
اړوند موضوعات
کابل کې میشت د ترکیې هیواد سفیر د مالیې وزارت له سرپرست سره کتلي او د همکاریو په اړه یې خبرې کړي.
همدا راز د ملي دفاع سرپرست وزیر د ترکیې په هېواد کې د وروستیو زلزلو په هکله خپل خوا خوږی وښوده، د شهیدانو لپاره جنت الفردوس او زخمیانو ته یې د عاجلې شفا دعا وکړه.