کابل کې میشت د ترکیې هیواد سفیر د مالیې وزارت له سرپرست سره کتلي او د همکاریو په اړه یې خبرې کړي.

0
74

کابل کې میشت د ترکیې هیواد سفیر د مالیې وزارت له سرپرست سره کتلي او د همکاریو په اړه یې خبرې کړي.

4 فبروري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په کابل کې د ترکیې هیواد سفیر جهاد ارګینای د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري سره وکتل.

 

د مالیې وزیر د ترکیې سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، چي ترکیه او افغانستان نه بیلېدونکي تاریخي او مذهبي اړیکي لري او په تېر کي ترکیه د افغانستان ښه مرستندوي هيواد پاتي سوی دي.

 

ښاغلي بدري د ترکیې له سفیر څخه وغوښتل تر څو د امو سیند اړوند ساحه کي د رامنځته سوي بشري ناورین په مخنیوي کيهمکاري وکړي او همداشان اوس، چي په افغانستان کي د پانګونې ښه فرصتونه رامنځته سوی، نو ترکي پانګوال کولی سي چي د زراعت او دولتي شرکتونو د ودې په برخه کي پانکونه ترسره کړي.

 

د مالیې وزیر همدا راز د ترکیې سفیر څخه غوښتنه وکړه، تر څو د بیمې تکافل او اسلامي مالیاتو په برخه کي خپلې تجربې ورسره شریکې کړي او تر څنګ یې د ماليې وزارت کاروکونکو ته د ظرفیت لوړونې روزنیزو پروګرامونو او سکالرشيپونو زمینه برابر کړي.

 

 

د ترکیې سفیر ددې لیدنې له امله خوښي څرګنده کړه او وې ویل، چي په نظام کي د مالیې وزارت دنده مهمه او ستونزمنه دنده ده، چي ښه پر مخ روانه ده.

اړوند موضوعات

پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر کابل کې د ترکیې له سفیر سره کتلي او پر مرستو یې خبرې اترې کړي.

 

ښاغلي ارګین ای همدا راز وویل، چي ترکیه د صنعت په برخه کي پرمختللي امکانات او ښې تجربې لري، چي په برخه کي به له افغانستان سره همکاری وکړي.

Leave a reply