د کډوالو چارو وزارت د وستا مؤسسې سره اړمنو ته د کار موندنې په برخه کې هوکړه لاسلیک کړی.

0
68

د کډوالو چارو وزارت د وستا مؤسسې سره اړمنو ته د کار موندنې په برخه کې هوکړه لاسلیک کړی.

4 فبروري 2023

 

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او وستا موسسې ترمنځ اړمنو کورنيو ته د کار موندنې په برخه کې د سلواغې په (۱۵) مه د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو.

 

ښاغلي راشد د هوکړه ليک د لاسليکولو پرمهال د پروژې په بشپړولو او شفافيت ټينګار وکړ ويې ويل، د پروژو له پلي کېدو څخه جدي څارنه، دقيق تشخيص او د اړتياوو ارزونه کولای شي په دې برخه کې اغېزمن ثابت شي.

 

د لاسليک شوي هوکړه ليک پر بنسټ، چې مالي لګښت يې (۶۴۸) زره او (۸۱۶) امريکايي ډالره دی، چې د چرګانو د فارمونو د ودې او پراختيا له لارې به د لوګر ولايت په ازرې ولسوالۍ کې (۱۱۵۰) راستنېدونکو کورنيو ته د کار زمينه برابره شي.

اړوند موضوعات

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر د (IRC) نړیوالې مؤسسې له مرستيال سره لیدلي او د مرستو په اړه غږیدلي.

په پام کې ده، چې هرې کورنۍ ته (۳۹۵) امريکايي ډالره د هګۍ لرونکو چرګانو او د اړتيا وړ موادو په موخه ووېشل شي.

Leave a reply