د اوبو اوانرژي وزارت سرپرست وزیر د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ له قومي مشرانو سره وکتل.

0
55

د اوبو اوانرژي وزارت سرپرست وزیر د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ له قومي مشرانو سره وکتل.

4 فبروري 2023

 

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي له قومي مشرانو سره وکتل او په یاده لېدنه کې د زرمت ولسوالي اړوند د پروژو د تطبیق او ستونزو د حل په هکله خبرې اترې وکړې.

 

په یاده لېدنه کې د زرمت ولسوالي قومي مشرانو خپلې ستونزې او وړاندېزونه د اوبو او انرژي وزارت د رهبري سره شریکې کړې او د پروژو د تطبیق او د پکتیا ولایت مرکز ته د زرمت ولسوالي د سړک د ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.

 

په دې لېدنه کې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د اسلامي امارت د مجاهدینو سره د زرمت ولسوالي د خلکو د دوامداره همکاریو، مرستو او هڅو ستاینه وکړه او په راتلونکې کې هم د زرمت خلکو د دوامداره همکاري غوښتنه يې وکړه.

اړوند موضوعات

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر د نورستان له والي او د دغه ولایت یو شمېر مشرانو سره وکتل.

 

ښاغلي منصور د یادې ولسوالي قومي مشرانو ته ډاډ وکړ چې دغه وزارت په خپل راتلونکې پلان کې په پکتیا ولایت کې د اوبو بندونه پلې کوي چې د پنځه بندونو له جملې څخه د دوو بندونو سروې او تخنیکي چارې یې پای ته رسیدلې او ژر به یې کارونه پیل شي.

Leave a reply