ترانسپورټ وزارت: د کابل ـ لوګر لين موټرچلوونکو سره د یاد وزارت چارواکو ليدنه ترسره کړی.

0
243

ترانسپورټ وزارت: د کابل ـ لوګر لين موټرچلوونکو سره د یاد وزارت چارواکو ليدنه ترسره کړی.

31 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت معین د نورو مسؤلینو په شتون کې د لوګر-کابل لین موټر چلوونکو سره د شته ستونزو په پار لیدلي.

 

خبر زیاتوي چې نن (سه شنبه) د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ معين ملا عبدالسلام حيدري چې د دې وزارت رئیسان هم ورسره وو، د کابل او لوګر لين له يو شمير موټرچلوونکو سره ليدنه ترسره کړه.

اړوند موضوعات

د ترانسپورټ وزارت پلاوي تورخم ښارګوټي کې له یو شمیر موټر چلوونکو او ترانسپورټي شرکتونو استازو سره کتلي.

 

په دې ليدنه کې له موټر چلوونکو سره د کابل او لوګر لين کې پر شته ستونزو، د وزارت له خوا د ټاکل شوې کرايې پر تطبیق او نورو اړوندو مسایلو خبرې او بحثونه وشول.

Leave a reply