افغاني سرې میاشتې جوزجان او نورستان کې ۶۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي البسه توکو مرسته کړی.

افغاني سرې میاشتې جوزجان او نورستان کې ۶۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي البسه توکو مرسته کړی.
5 جنوري 2023
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جوزجان ولایت آقچې ولسوالۍ کې، ۵۰۰ بیوزله او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
خبر زیاتوي: یاده مرسته چې د ترکیې هیواد له لورې چمتو شوې، په کې هرې کورنۍ ته ۱۰ کیلو وریژې، ۵ لیتره غوړي، ۲ کیلو بوره، ۱ بوتل روب، ۵ پاکټه مکروني، نیم کیلو شین چای، ۳ پاکټه سټاک بیسکوټ او ۵ کیلو لوبیا شامل وو.
اړوند موضوعات
افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپل ولایت مرکز کې ۲۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړی.
همدا راز د افغاني سرې میاشتې ټولنې په یو بل راپور کې ویلي چې د یادې ټولنې له لورې نورستان ولایت مرکز پارون اړوند بېلابېلو کلیو کې، ۱۰۰ تنه بیوزله او اړمنو وګړو ته ژمنۍ البسه وویشل شوه، چې په یاده مرسته کې ګرم کوټونه، مردانه او زنانه څادرونه او بنیانونه شامل وو.






