افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپل ولایت مرکز کې ۲۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړی.

افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپل ولایت مرکز کې ۲۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړی.
2 جنوري 2023
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ټولنې له لورې سرپل مرکز کې د ترکیې سرې میاشتې په مالي مرسته ۲۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
خبر زیاتوي: د اړمنو لاسنیوې د افغاني سرې میاشتې له بنسټیزو موخو څخه ګڼل کیږي، په همدې تړاو نن دوشنبه د یادې ټولنې له لورې د سرپل ولایت مرکز کې ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته د غذایې موادو بستې وویشل شوې.
یاده مرسته چې د ترکیې سرې میاشتې له لورې چمتو شوی وه په کې هرې کورنۍ ته یو بسته غذایې توکي ورکړل شول.
اړوند موضوعات
کډوالو وزارت وایي میدان وردګ او فاریاب کې یې نیږدې ۱۴۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي کومک ترسره کړی.
یادې مرستې هره بسته کې ۱۰ کیلو وریجي، ۵ کیلو لوبیا، نیم کیلو شین چای، ۳ پاکټه سټاک بیسکوټ، ۵ پاکټه مکروني، ۲ کیلو بوره، یو قطعی رومیانو روب او ۵ لیټره غوړي شامل وو.






