عامې روغتیا وزارت: د سمنګان ولایتي روغتون د ۸۰ بستریز څخه ۲۰۰ بستریز شو او زیات شمیر وسایل ورته واخیستل شول.

0
108

عامې روغتیا وزارت: د سمنګان ولایتي روغتون د ۸۰ بستریز څخه ۲۰۰ بستریز شو او زیات شمیر وسایل ورته واخیستل شول.

5 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې
د سمنګانو ولایت د شهيد ډاکتر کرام الدین وکیلزاده ولایتي روغتون له ٨٠ بسترونو څخه ٢٠٠ بسترونو ته ارتقا وکړه.

 

د وزارت د خبرپاڼې له مخې په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د سمنګانو د عامې روغتیا رئیس مولوي محب الله بهاري وویل، چې د دغه ولايت نفوس زیات شوی او اړتیا لیدل کېده، چې د دغه روغتون د بسترونو شمېر زیات شي.

 

نوموړي زياته کړه، چې د ډېرو هلو ځلو وروسته د عامې روغتیا وزارت له خوا یې وړاندیز ومنل شو او د بسترونو شمېر یې له ٨٠ څخه ٢٠٠ بسترونو ته لوړ شو.

 

په دې مراسمو کې د سمنګانو والي مولوي عبدالاحد فضلي وویل، چې حکومت د خلکو خدمت ته ژمن دی او دا ډول حیاتي پروژو ته په هره برخه کې لومړیتوب ورکوي.

اړوند موضوعات

روغتیا وزارت: د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د ۵۰ بستریز روغتون پرانېسته ترسره شوه.

 

د یاونې وړ ده، چې اوسمهال د دغه ولایت په مرکز سربېره ټولو ولسوالیو کې ٧ روغتونونه او ٥٤ روغتيايي مرکزونه فعالیت کوي.

Leave a reply