افغان او ايراني چارواکو د سیاسي، اقتصادي اړیکو ترڅنګ په ايران کې د افغان کډوالو د وضعیت په تړاو خبرې کړې

افغان او ايراني چارواکو د سیاسي، اقتصادي اړیکو ترڅنګ په ايران کې د افغان کډوالو د وضعیت په تړاو خبرې کړې
د ایراني پلاوي مشر حسن کاظمي قمي په افغانستان کې رامنځته شوی وضعیت بې مخینې یاد کړ او زیاته یې کړه، چې له دې وضعیت څخه باید خپله افغانان او د سیمې هېوادونه په ښه ډول ګټه پورته کړي.
نوموړي زیاته کړه چې دوی چمتو دي، له افغانستان سره په اقتصادي ډګر کې همکاري وکړي.
(2022 / 12 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغان او ايراني چارواکو د سیاسي، اقتصادي اړیکو ترڅنګ په ايران کې د افغان کډوالو د وضعیت په تړاو خبرې کړې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ایران سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي په مشرۍ پلاوي سره د افغانستان او ایران ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي اړیکو او په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، ددې لیدنې پر مهال اقتصادي مرستیال د افغانستان اوسنی وضعیت د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ د زیاتوالي له پاره یو ښه فرصت وباله او وې ویل، چې دوی د کانونو، انرژۍ او کرنې په برخه کې د ایران لخوا د پانګونې له پاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
اړوند موضوعات: