ایراني او افغان چارواکو د سوداګرۍ پر اسانتیا خبرې کړې دي

ایراني او افغان چارواکو د سوداګرۍ پر اسانتیا خبرې کړې دي
د خپرو شوو راپورونو له مخې د ایران د حکومت یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی و او دلته یې د نوي حکومت له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.
(2021 / 10 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
د افغانستان او ایران لوړپوړو چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ او ترانزیت پراخ بحثونه کړي دي.
د خپرو شوو راپورونو له مخې د ایران د حکومت یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی و او دلته یې د نوي حکومت له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې د ایران او افغانستان ترمنځ په بندري سیمو کې پر اسانتیاوو، د سوداګرۍ پر پراختیا، د ستونزو پر له منځه وړلو او نورو مسایلو بحثونه شوي دي.
دواړو لورو ټینګار کړی دی چې د بېلو توکو د سوداګرۍ او ترانزیت لپاره به ټولې ستونزې او خنډونه لرې کېږي او با صلاحیته پلاوي به د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو لپاره لاس په کار کېږي.
ایراني لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې ژر به په لویه پیمانه سوداګریز توکي د افغانستان بازارونو ته صادر کړي.






