د افغان تذکرو او پاسپورټونو د جاري کولو امر وشو

0
91

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د شورای د غړو یوه غونډه ترسره شوه ، په دې اهمه غونډه کښې د پاسپورټونو او تذکرو د جاري کولو د لړې بیا پیل کولو امر وشو.

د افغانستان اسلامی امارت د فرهنګي چارو کمیسیون د ویاند دفتر نه یوه مراسله جاري شوي چې پکښې لیکل شوي چې پکښې لیکل شوي چې د اسلامی امارت د وزیرانو شورای په مهمو چارو خبرې اترې کړې او ددې چارو په بهتر توګه د سرته رسولو لپاره ذمه وارو ادارو او اهلکارو ته امر جاري شوي چې دوی دې دغه چارې په سمه توګه سرته ورسوي.
په دې خبرپانړه کښې لیکل شوي چې د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه شوې چې د پاسپورټونو او تذکرو ورکولو لړۍ دې پيل کړې شي او د کابل ښاروال ته هم ویل شوي دي چې د املاکون د غصب کولو په ضد او ددې ناوړه کار د مخینوي لپاره د غاصبینو سره دې قانوني چلند باندې غور وکړې شي.
یاده دي وي چې کله چې د افغانستان اسلامی امارت د ملک کنټرول په خپلو لاسونو کښې واخست نو دا اعلان ی وکړو چې که چا سره هم دولتي څه امانتونه او سامان وی نو دوی دې د طالبانو مشرانو ته حواله کړي چې د اولس لپاره ی په استعمال کښې راولو.

Leave a reply