د پاسپورټ ریاست ښځینه کارکوونکې کار ته راغوښتي

0
222

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان امارت اسلامی د پاسپورټ ریاست نه خپور شوي یو رپورټ مطابق دوی د پاسپورټ او د تذکرو وشل پیل کړي دي او د پاسپورټ په دفتر کښې کارکوونکې هغه ښځینه کارکوونکې اهلکارو ته ی هم ویلي دي چې دوی دې خپلو وظیفو ته بیرته راشي.

د طلوع نیوز یو رپورټ مطابق د پاسپورټ د سرپرست ریس عالم ګل حقاني په وینا هڅه کوي چې د پاسپورټ د ارزښت په بیه کښې کمې هم راولي خو ددې په اړه لا پریکړه نه ده شو. د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتو مسوول سعید خوستي ویلي دي چې اوس لپاره به پاسپورټونه د افغانستان اسلام جمهوریت په عنوان سره وویشل ، دې زیاتوی چط ددې ریاست د ښځینه کارکوونکو ته مو هم ویلي دي چې دوی واپس خپلو وظیفو ته راشي.
سیاسي او د بشری حقونو لپاره آواز اوچتوونکو مشرانو او نورو نمایندګانو د طالبانو د حکومت دې کاراو اعلان ستاینه کړي چې د پاسپورټ او تذکرو دفتر ښځینه اهلکارې ی واپس خپلو وظیفو ته راغوښتي دي، دوی وایی چې دې سره به ددې ښځو کورنې مطمینې شی چې ددوی کور ښځینه چې ددوی کور د روزګار وسیله دي هم کار کولې شي او ددوی مالي ستونزي هواري.
د افغانستان د ښځینه کارکوونکو دا خبر د ترکي په یو ټولنیز ټویټر پانړه هم خپور شوې دې او وایی چې د پاسپورټ ښځینه کارکوونکو ته امر شوي چې دوی دې خپل کار ته واپس راشي.

Leave a reply