په تورخم پوله د نادرا اهلکارو احتجاجا کار بند کړې دی

په تورخم پوله د نادرا اداري اهلکار احتجاج کړې
باغي ټي وی رپورټ
په پاک افغان پوله سرچینې او عیني شاهدان وایی چې دلته د نادرا ادارې اهلکار کار بند کړې دي ، د اهلکارو غوښتنه ده چې دوی ته دې معاشونه ورکړې شي ځکه چې د تیرو څو میاشتو معاشونه دوی ته نه دي ورکړل شوي چې له وجهې ی د مالی ستونزو سره مخ دي.
په تورخم کښې ځای خلقو او مزدورانو ددې خبرې تصدیق کړې چې نن د نادرا اپریټرانو هړتال کړې او دفتری کار ی بند کړې دي چې له وجهې ی مسافرو ته سخت مشکلات رامخې ته شوي دي.
د نادرا یو اهلکار د نوم نه ظاهرولو په شرط اوویل چې څو میاشتې وشوې چې دوی ته معاشونه نه دي ورکړل شوي ، دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې دوی ته معاشونه ورکړي او ددوی وظیفې دې پخې کړی. اهلکار اوویل چې تیرو څوکالو نه دوی په تورخم پوله د مسافرو خدمت کوي خو حکومت ددوی وظیفې لا پخې کړي نه دي او دوی ډیر مایوسه دي.
اهلکارو غوښتنه کړې چې دوی ته دې معاشونه ورکړې شي او ددوی وظیفې ده پخي شي چې وکولې شي خپلو خاندانو لپاره د روزۍ ګټلو وسیله شي.






