لوګر کې د سطحي اوبو مدیریت د عامه ځنګلونو او بڼونو جوړولو پروژه پرانیستل شوه.

0
108

لوګر کې د سطحي اوبو مدیریت د عامه ځنګلونو او بڼونو جوړولو پروژه پرانیستل شوه.

13 دسمبر 2022

 

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان او دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ دکرنې وزارت د یوشمېر رییسانو او د لوګر ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې په دې ولایت کې د سطحي اوبو مدیریت «د عامه ځنګلونو او بڼونو جوړولو» پروژه پرانیستل.

 

یاده پروژه د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالی په ۲۰ جریبه ځمکه کې د بشري ځواک د پراختیا ادارې «بقا» له خوا د نهو میاشتو په موده کې پلي کېږي. اټکل کېږي، چې یاده سیمه په دې ولایت کې په سیاحتي سیمه بدل شي.

 

په یاده سیمه کې مثمر او غیر مثمرې نیالګي کېنول کېږي، ترڅو سطحي اوبه مدیریت او په دې ولایت کې عامه ځنګلونه او بڼونه ترویج کړي.

اړوند موضوعات

دکرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال د ترکیې IHH مؤسسې د کرنیزو برنامو مسؤل سره وکتل.

د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په پام کې لري، چې ددې ولایت د مرکز پل علم ترڅنګ د محمدآغې او خروار ولسوالیو د زرغونتیا په پار ۱۶۰۰۰ غیر مثمرې نیالګي غرس او د مثمرو ونو ۴۰ جریبه بڼونه هم جوړ کړي.

Leave a reply