د خېبر علي مسجد پوليسو د نشه يي توکو د قاچاق هڅه ناکامه کړې ده.

باغي ټي وي رپورټ
د خېبر علي مسجد پوليسو د نشه يي توکو د قاچاق هڅه ناکامه کړې ده. د تفصيلاتو ترمخه د ضلعي پوليس افسر عمران خان په لارښوونه ضلع کښي د نشه ايزو توکو خرڅونکو، سهولت کارانو په ضد کاروائي روانه ده۔
د پوليس سټيشن علي مسجد سيمه کښي ايس ايچ او علي مسجد امجد آفريدي د يوي اطلاعي ترمخه دغه کاروائي د توده مینې په سیمه کښې کړې۔ له کلک مقاومت او ډزو وروسته په غرنۍ لاره د نشه يي توکو د قاچاق هڅه شنډه شوه او له قاچاق وړونکو څخه د ۹۶ کیلوګرامه افیون او ۲۵ کیلوګرامه چرس په ترلاسه کولو سره د پیاده رو په نیولو قضیه ثبت شوه او په اړه یې نورې پلټنې روانې دي.
ډي پي او خيبر عمران خان وئيلي دي چي د آئي جي پوليس سي سي پي پي پيښور د خاصو احکاماتو په رڼا کښي به په ټوله ضلع کښي د نشه اي توکو د کاروباريانو او سهولتکارانو په ضد کريک ډاؤن تيزولو او د اولس د نشه يي توکو د لعنت نه پاکولو لپاره د انټيليجنس بيس اپريشنونه روان دي۔ .





