لوګر کې د څه باندې اتیا میلیونه افغانیو په لګښت دوه پروژې ګټې اخیستنې سپارل شوي.

0
187

لوګر کې د څه باندې اتیا میلیونه افغانیو په لګښت دوه پروژې ګټې اخیستنې سپارل شوي.

12 دسمبر 2022

 

په لوګر کې د کرنې او مالدارۍ ریاست لخوا د څه باندې اتیا میلیونه افغانیو په لګښت دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د یوې بلې پروژې چارې پیل شوې.

 

د لوګر د کرنې او مالدارۍ رئیس مولوي سیدامین هاشمي وویل؛ دغه پروژې، چې مرکز، محمدآغې، خروار او برکي برک ولسوالیو کې موقعیت لري، پکې ۳۵ جریبه باغونو کې د اوبو قطري سیسټم جوړول، د ۸ بابه سړو خونو جوړېدل او دغه راز ۱۲۰ جریبه نوي مثمر او غیر مثمر باغونو د جوړولو چارې پیل شاملې دي، چې درې واړه پروژې څه باندې ۸۰ میلیونه افغانۍ یې لګښت کیږي.

 

د کرنې او مالدارۍ رئیس زیاته کړه، چې دیادو پروژو چارې د کرنې او مالدارۍ وزارت او د همکارو موسسو په مالي ملاتړ بشپړ او پیل شوي دي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې له مدیره پلاوي سره د دې خونې د پیاوړتیا په اړه کتلي.

د یادونې وړ ده چې د یادو پروژو تر پرانیستې وروسته، پر ۱۲۰ جریبه ځمکې باندې د نویو مثمر او غیرمثمر باغونو چارې هم پیل شوې.

Leave a reply