د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن ورځ د لغمان ولایت مرستیال والي سره سپیدار ماڼۍ کې وکتل.

0
189

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن ورځ د لغمان ولایت مرستیال والي سره سپیدار ماڼۍ کې وکتل.

11 دسمبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د لغمان ولایت مرستيال والي ملا سعید سره وکتل.

 

په دې ناسته کې، ملا سعید د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته د یاد ولایت د امنیتي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت په اړه بشپړ معلومات ورکړل او وې ويل، لغمان کې وضعيت په بشپړ ډول د ډاډ وړ دی، د ادارو ترمنځ همغږي شته او ټول مسوولين اسلام، هيواد او امارت ته په ژمنتيا خپلې دندې پرمخ وړي.

 

نوموړي زیاته کړه، دا مهال په دې ولایت کې ۵۴ خیریه مؤسسې فعاليت کوي او په مختلفو برخو کې خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

 

همداراز د لغمان مرستيال والي د ياد ولايت يو شمېر ستونزې هم شريکې کړې.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د نوموړي له معلوماتو مننه وکړه زیاته یې کړه، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، چې جوړول او ابادول یې هم د ټولو ګډ مسووليت دی.

اړوند موضوعات

کابل کې د چین سفیر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال سره وکتل.

مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د لغمان د وضعيت لا ښه والي لپاره لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او ډاډ يې ورکړ، چې د حل په موخه به يې ستونزې اړوندو ادارو سره شريکې کړي.

Leave a reply