د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

0
106

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

10 دسمبر 2022

 

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني د اروپایي کونسل غړي، د اسلینډ هېواد د پارلمان استازي او د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ښاغلي بیرګیر سره، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولۍ “یوناما “مرستیالې آغلې ایلن او د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ یونیسار رئیس ښاغلي لیونارد زولو یې هم ملتیا کوله؛ په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

 

په دغه ناسته کې د بشري مرستو په زیاتوالي، راستنېدونکو لپاره د کارموندنې، معیشیت او د ښارګوټو جوړونې په اړه خبرې وشوې.

 

ښاغلي حقاني وویل: د مهاجرت د مخنیوي لپاره باید مهاجرت علتونه له منځه یوړل شي او تر اوسه زور هیڅ پایلې نه دي لرلې باید نړیوال د تعامل لاره خپله کړي.

 

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان نا امنه کېدل ټولې نړۍ ته ګواښ پېښوي، او ددغه ګواښ د مخنیوي لپاره د قانون تطبیق او د حدودو پلي کول یو اړین ګام دی.

اړوند موضوعات

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت پلاوي د ختيځ زون د مهاجرينو مسئوولينو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

ښاغلي حقاني وویل: اسلامي امارت د نجونو زدکړو ته ژمن دی، په تېر شل کلن اشغال کې ۶۰ فیصده مېرمنې د نا امنۍ او زورونې له امله له زدکړو او هرډول حقوقو بې برخې وې اوس اسلامي امارت مکلف دی، چې د خویندو لپاره خوندي چاپیریال برابر کړي ترڅو دوی له ټولو حقوقو برخه منې شي.

Leave a reply