د کرنې، اوبو لګولو او مالداري سرپرست وزیر د عربي متحده اماراتو د سفارت مسوول سره وکتل.

0
160

د کرنې، اوبو لګولو او مالداري سرپرست وزیر د عربي متحده اماراتو د سفارت مسوول سره وکتل.

6 دسمبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې، خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست د متحده عربي اماراتو د سفارت له مسؤل سره کتلي.

 

خبر زیاتوي: دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري په افغانستان کې د عربي متحده ایالاتو د سفارت مسوول سهیل سره د کتنې په ترڅ کې د افغانستان دکرنیزو محصولاتو په هکله خبرې اترې وکړې.

 

په دې کتنه کې دکرنې سرپرست وزیر د افغانستان د باکیفیته کرنیزو محصولاتو لکه زعفران، انار، پسته، جلغوزې، چهارمغز او تازه مېوو په هکله خبرې وکړې او نړیوالو مارکېټونو ته د صادراتو د زمینې برابرولو غوښتونکی شو.

اړوند موضوعات

دکرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال د ترکیې IHH مؤسسې د کرنیزو برنامو مسؤل سره وکتل.

افغانستان په پراخه کچه د یادو مېوو او سبو د ارګانیک تولید وړتیا لري، چې د سیمې او نړې هېوادونو ته صادرېږي.

Leave a reply