د افریقایی هیواد تنزانیا ښځينه اولس مشرې یو لوی ګام، د خپلواکۍ د ورځې بودیجه په هیواد کښې په پرمختیایی پروژو لګوي

0
189

باغی ټي وي رپورټ
د افریقایي هیواد تنزانیا ولسمشر سامعه سلوهو حسن د جمعې په ورځ (دسمبر ۹) د خپلواکۍ د ورځې لمانځل لغوه کړو اعلان کړې دې.

د بهرنيو ميډيا رپورټونو ترمخه د تنزانيا اولس مشر سامعه سلوهو حسن د جمعې په ورځ د دسمبر په نهمه نېټه د آزادۍ د ورځې نمانځنې لغوه كړې او هدايات ئې جاري كړې چې د جشنونو بجټ دې په هېواد كښې د سکولونو ماشومانو لپاره هاسټل جوړولو لپاره ولګول شي۔
راپورونه وايي، چې د تانزانیا د خپلواکۍ د ۶۱مې کلیزې د لمانځلو لپاره باید ۴۴۵ زره ډالره ولګول شي، خو اوس به دغه پیسې د هېواد په ۸ لومړنیو ښوونځیو کې د لیلیې په جوړولو ولګول شي.

د تانزانیا د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ وویل چې د ولسمشر له حکم سره سم یې د جشنونو لپاره بودیجه ادارې ته وېشلې ده.

تانزانیا معمولاً د خپلواکۍ ورځ په شاندارو او رسمي ډول لمانځي، خو دا لومړی ځل نه دی چې تانزانیا د خپلواکۍ د ورځې جشن لغوه کوي.

تر دې مخکې په ۲۰۱۵ کال کې د هغه وخت ولسمشر جان مګوفولي د خپلواکۍ د ورځې نمانځغونډه لغوه کړه او امر يې وکړ چې پيسې دې په تجارتي پلازمېنې دارالسلام کې د سړک جوړولو په برخه کې ولګول شي، په ۲۰۲۰ کال کې يې هم همداسې وکړل او لارښوونه يې وکړه چې بودنجه دې د طبي چارو د اسانتیاوو لپاره ولګول شي.

Leave a reply