د ریاست الوزراء اداري مرستیال نن ورځ د هرات ولایت یو شمیر دیني علماؤ سره وکتل.

0
113

د ریاست الوزراء اداري مرستیال نن ورځ د هرات ولایت یو شمیر دیني علماؤ سره وکتل.

30 نومبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د هرات ولایت یو شمېر علماوو سره وکتل.

 

په دې کتنه کې لومړی مولوي رحمت الله او سید عبدالباقي د نورو په استازولۍ خبرې وکړې او په هیواد کې د اشغال د پایته رسېدو او د اسلامي نظام د بیا واکمنېدو هرکلی یې وکړ او وې ویل، په مخکېني نظام کې علما له زیاتو ستونزو سره مخ وو او اوس په هیواد کې د اسلامي نظام د ټينګښت له برکته ټول افغانان په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول علما له امنیت او درناوي څخه برخمن دي.

هغوی د اسلامي نظام له رهبرۍ څخه وغوښتل چې د همدلۍ او ورورولۍ له رامنځته شوې فضا څخه په استفادې د هیواد د اقتصادي او علمي پرمختګ لپاره کوښښ وکړي.

 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هرات ولایت علماوو ته د ښه راغلاست پرمهال د ملت په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د علماوو او مجاهدینو د سرښندنو قدرداني وکړه. ازادي او د اسلامي نظام ټينګښت یې د هغوی د مېرانې او اتلولۍ حاصل وباله.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال نن ورځ کابل ته د راغلي پاکستان خارجه وزارت له پلاوي سره وکتل.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د افغان ملت خدمت د اسلامي امارت له مهمو دندو وګاڼه او وې ویل اسلامي امارت به د هیواد د پرمختګ لپاره هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول هڅې درېغ نه کړي.

Leave a reply