د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د هلمند ولایت له یو شمیر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.

0
218

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د هلمند ولایت له یو شمیر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.

28 نومبر 2022

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عمومي دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په سپیدار ماڼۍ کې د هلمند ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره ولیدل.

 

په دې کتنه کې حاجي عبدالخالق او حاجي شیراحمد د نورو په استازولۍ د خبرو پرمهال وویل، د اسلامي امارت له واکمنېدو سره په هېواد کې
د خوښۍ، ورورولۍ او امن فضاء حاکمه او د قدرت جزیرې ختمې شوي دي.

 

هغوی له اسلامي امارت سره د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ او ویې ويل، چې د اسلامي نظام بقا او ټینګښت د هیوادوالو هیله ده.

 

یادو قومي مشرانو د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره د هلمند ولایت د خلکو بېلابېلې ستونزې هم شریکې کړې.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د هلمند قومي مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست پرمهال له اسلامي نظام سره د دوی د همکارۍ او ملاتړ مننه وکړه او زیاته یې کړه چې اړوندې ادارې به د هلمند د خلکو ستونزې حل کړي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل یو شمیر مدرسو استادانو او علماء کرامو سره وکتل

هغه وویل،هلمند یو له هغو ولایاتو څخه دی چې د یرغل پر وړاندې د جهاد په کلونو کې یې خورا سختې ورځې ولیدې ، اوسېدونکي یې له هره پلوه له ستونزو سره مخ او دخدمت وړ دي.

Leave a reply