د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه د وزیراعظم شهباز شریف سره الوداعی ملاقات کړی دی.

0
166

باغی ټي وي رپورټ
د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه د وزیراعظم شهباز شریف سره الوداعی ملاقات کړی دی.

په ملاقات كښې وزيراعظم د پاك پوځ٬ قامي دفاع او قامي ګټو لپاره د جنرال قمر جاوېد باجوه د خدماتو ستائنه وكړه۔
وزيراعظم وويل دجنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ پوځ په ايف اے ټي ايف، کورونا، سيلابونو اؤ بيلابيلو بحرانونو کې مثالي خدمات ترسره کړي دي.
ده ووئيل د جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ كښې پوځ د ترهه ګرۍ په ځپلو كښې د زړورتيا کردار ادا كړو٬ هغه د تاريخ په سخت پړاو كښې د پاك پوځ مشري وكړه او د پاكستان د دفاع په ناقابل تسخير كولو كښې يې مهم كردار ادا كړو۔
وزيراعظم ووئيل چې د جنرال قمر جاوېد باجوه مشري رول د امنيتي چيلنجونو سره د مقابلې لپاره د سمت ټاكلې ده۔

ده د جیو اکنامکس په اهمیت د جنرل قمر جاوید باجوه د کردار ستائنه وکړه او وې ویل چې ټول سیاسی قوتونه باید د اقتصادی معاهدې په لاس لیک کولو سره د اجتماعی هوښیارتیا ښکارندویی وکړی.
د پوځ سرلښكر سره خبرو كښې وزيراعظم ووئيل د نړۍ د غوره پوځ مشري كولو اعزاز ترلاسه كړے۔دپوځ سرلښكر جنرال دقومي چارو په ترسره كولو كښې د وزیراعظم د بشپړې مرستې مننه وكړه۔

وزيراعظم شهباز شريف د جنرل قمر جاويد باجوه په اعزاز کښې د غرمې ډوډۍ هم ورکړه۔

ياده دې وي چې د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه سبا تقاعد کېږي، د پاکستان په پوځ کې د کمانډو د بدلون مراسم به سبا ترسره کېږي. جنرال عاصم منير به د پوځ د نوي مشر په توګه دنده په غاړه واخلي.

Leave a reply