سپریم کورټ په راروانه اونۍ کښې د بلوچستان ریکوډک مقدمې اوریدنه کوي
باغي ټي وي رپورټ
ستره محکمه به راتلونکې اونۍ د ریکودیک پروژې په اړه د ولسمشر د ریفرنس په اړه خپله پریکړه اعلان کړي.
سپريم کورټ کښې د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کښې پنځه کسيزه بنچ د ريکوډک منصوبې په اړه د صدارتي ريفرنس اوريدنه وکړه۔
وکيل مخدوم علي خان وويل د ريکوډک په منصوبه کې د ماحولياتو ټول تحفظات په نظر کې نيول شوي دي، عدالت د ريکوډک په منصوبه کې د استعمال شوو اوبو په اړه پوښتنه وکړه ځکه چې دا د ژوندي موجوداتو د استعمال وړ نه ده نو د پائپ لائن نه اوبه به سمندر ته ځي.
چيف جسټس آف پاکستان پوښتنه وکړه چې آيا د سمندر اوبه ريکوډک ته راوړلې شي او استعمال نه شي؟ په دې اړه مخدوم علي خان وويل چې ګوادر د ريکوډک نه ٦٨٠ کلوميټره لرې ده، د ورځې اوبه راوړل ناشوني دي.جسټس جمال خان مندوخېل وويل چې په منصوبه کې د اوبو دوامداره استعمال په بلوچستان کې د وچکالۍ سبب ګرځي.