د سېنېټ داخله قائمه کمېټۍ د ارشد شریف او اعظم سواتی د مقدمې اورېدنه وځنډوله

0
103

باغي ټي وي رپورټ
سينيټ د داخله چارو قائمه کميټۍ د وژل شوي سينئر صحافي ارشد شريف او سينيټر اعظم سواتي د نيولو عمل ځنډولی دی.
د سېنېټ د داخله چارو د قائمه كمېټۍ غونډه د چيئرمېن محسن عزيز په مشرۍ كښې وشوه چې د كورنيو چارو وزارت چارواكو د خبريال ارشد شريف قتل په اړه كمېټۍ ته بريفنګ وركړو۔
دکورنيو چارو اسپيشل سيکرټري وويل په دې اړه دوه کسيزه ټيم کينيا ته تللى، ټيم کار کوي او ټيم يو څه معلومات راټول کړي دي، نور ضروري دي، رپورټ تياريږي.

د ایف آی اې چارواکو ویلي، چې په دې راپور کې حساس معلومات هم شته، د شواهدو راټولولو بهیر روان دی.
په دې اړه حکومتي سناتور اعظم نذیر تارړ وویل چې حکومت په دې اړه یو کمېشن جوړ کړی چې کار کوي، ایف آی اې هم په دې اړه پلټنې کوي او قضیه په سپریم کورټ کې تر غور لاندې ده.
هغه وويل، چې دا موضوع په محکمه کې تر غور لاندې ده، نه اصول او قانون موږ ته اجازه راکوي.

کمېټۍ د ارشد شریف قتل کیس اورېدنه وځنډوله.د دې نه علاوه قائمه کمېټۍ داخله د اعظم سواتي د تازه ګرفتارۍ مقدمه هم خارج کړې ده.

چيئرمېن محسن عزيز وئيلي دي چې ايف آئي اے د سېنېټ چيئرمېن ته په خط کښې وئيلي دي چې ټول اصول مراعات شوي دي، اعظم سواتي اوس هم په ريمانډ کښې دي، د قانون نه بهر هر څه غير قانوني دي نو اوس ايف آئي اے د قانون پيروي کړې ده، نو اجنډا غورځول شوې ده.

Leave a reply