پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د منحل کولو نېټه به د پارليماني پارټۍ تر مشورې وروسته اعلان شي: فواد چوهدري

باغی ټي وي رپورټ
پخواني وفاقي وزير او د تحريک انصاف مشر فواد چوهدري وئيلي دي چي د پنجاب او خيبرپښتونخوا اسمبلئ منحلولو منظوري ورکړي ده۔
د پخواني وزيراعظم او د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان په مشرۍ کښې د پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلۍ نه د استعفاګانو په اړه مشاورتي غونډه شوې چې پکښې مهمې فيصلې شوې دي۔
د غونډې نه وروستو په لاهور کې د زمان پارک نه بهر ميډيا سره په خبرو کې فواد چوهدري وويل د پنجاب او خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ د تحليل منظوري ورکړل شوې ده.
ده ووئيل زمونږ د استعفاګانو له وجې به په ټول هېواد كښې 567 سيټونه خالي شي په داسې حال كښې چې په سندهـ او بلوچستان كښې به زمونږ د اسمبلۍ غړي استعفې وړاندې كوي او د قامي اسمبلۍ سپيكر ته به هم د پي ټي آئي د غړو د استعفې د منلو غوښتنه كولې شي۔
ده ووئيل د آئين له مخې بايد په 90 ورځو كښې پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې انتخابات وشي۔ده ووئيل عمران خان د جمعې په ورځ د پارلېماني پارټۍ غونډه رابللې ده۔
فواد چوهدري وويل د اعظم سواتي نيول د بشري حقونو خلاف ورزي ده، د سېنېټ غړي له لسو ورځو راهسې په سړکونو ناست دي خو هيڅ نوټس يې نه دی اخيستل شوی.
ياده دې وي چې پخواني وزيراعظم او د پاکستان د تحريک انصاف مشر عمران خان په راولپنډۍ کې يوې جلسې ته په خپله وينا کې ويلي و چې له ټولو اسمبلۍ څخه د وتلو پرېکړه يې کړې او ډېر ژر به له مشورې وروسته اعلان شي.





