د فوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه وزیراعظم شهباز شریف او اولس مشر ډاکټر عارف علوي سره الوداغي لیدنې کړي دي

0
204

باغي ټي وي رپورټ
د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه صدر عارف علوي او وزيراعظم شهباز شريف سره الوداعي ملاقاتونه کړي دي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سبا تقاعد کېږي، د پاکستان په پوځ کې د کمانډ د بدلون مراسم به سبا ترسره کېږي.

د کمانډ بدلون په مراسمو کې به جنرال قمر جاوېد باجوه د پوځ مشري جنرال عاصم منير ته وسپاري او جنرال عاصم منير به د پاکستان د پوځ د نوي مشر په توګه دنده په غاړه واخلي.
د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه په صدر هاؤس کې صدر او وزيراعظم سره په وزيراعظم هاؤس کې الوداعي ملاقاتونه کړي دي.

اولس مشر په دفاعي برخه كښې د جنرال قمر جاوېد باجوه د خدماتو ستائنه وكړه او د هېواد او پاكستان پوځ لپاره يې د هغه د خدماتو ستائنه وكړه٬ اولس مشر عارف علوي هم د جنرال قمر جاوېد باجوه راتلونكې لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔

Leave a reply